د لاسرسي ځای

تازه خبر

رفح کې د حماس او اسراییلي ځواکونو ترمینځ جګړه شدیده شوې


د مې پر ۲۸مه د اسراییلو تربمبارۍ وروسته په رفح کې لوګي پورته کېږي.
د مې پر ۲۸مه د اسراییلو تربمبارۍ وروسته په رفح کې لوګي پورته کېږي.

د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس وسلوالو او اسراییلي ځواکونو ترمینځ جګړه لا زیاته شوی ده.

د ښار فلسطیني اوسېدونکو د مې پر ۲۸مه په داسې حال کې د جګړې زیاتېدو خبر ورکړی چې اسراییلي ځواکونو پر سرحدي ښارګوټي بریدونه پیل کړل. دا ښار یو وخت د غزې د وروستۍ پناه ځای په توګه لیدل کیده.

په داسې حال کې چې امریکا او د اسراییلو نورو متحدینو په دغه ښار د بشپړ برید مخالفت کړی دی، خو اسراییل وايي د غزې او مصر پولې ته څېرمه په ختیځه رفح کې محدود عملیات کوي.

د مې پر ۲۸مه د رفح په لوېدیځ کې د اسراییلو د توپونو او هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۷ تنه ووژل شول چې د عیني شاهدانو، د بیړنیو کارکوونکو او د روغتون د چارواکو په وینا زیاتره یې په خیمو کې ځای پر ځای شوي وو. دا بریدونه په هم هغه سیمه کې شوي چیرې چې د مې پر ۲۶ مه د بریدونو په نتیجه کې د بې کوره شویو فلسطینیانو په یوه کیمپ اور ولګید او ۴۵ کسان یې ووژل.

اسراییلي مشران وايي چې د دوی ځواکونه باید رفح ته ننوځي چې د امریکا او اروپایي ټولنې له لورې ترهګره بلل شوې ډله حماس له مینځه یوسي او د اکتوبر د اوومې په برید کې یرغمل شوي کسان چې له امله یې جګړه پیل شوی وه، راخوشي کړي.

په رفح کې د جګړې له امله تر یو ميلیون زیات فلسطینیان تیښتې ته اړ شول، چې ډېری یې د اسراییل او حماس تر مینځ په جګړو کې له وړاندی بې ځایه شوي ول.

ملګري ملتونه وايي، چې دا فلسطینیان اوس مجبوره دي چې په داسې کیمپونو او او نورو جنګ ځپلو سیمو کې پناه واخلي، چیرې چې دوی د سرپناه، خوراک او اوبو په ګډون د ژوندي پاتې کېدو لپاره نور اړین توکي نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG