د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې ځمکلاندې بم چاودنې ۴ پوځيان وژلي او ۳ يې ژوبل کړي دي


د مې پر ۳۱مه د پاکستان پوځ ګاډی له بمي بريد وروسته تباه شوی دی.
د مې پر ۳۱مه د پاکستان پوځ ګاډی له بمي بريد وروسته تباه شوی دی.

د خيبر پښتونخوا په بنو کې ځمکلاندې بم چاودنې څلور سرتېري وژلې او درې نور يې ژوبل کړي دي.

د پاکستان پوځ يو چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې پېښه د مې پر ۳۱مه هغه وخت وشوه کله چې د پوځيانو ګاډی د بنو په ځونيخېلو (جانيخېلو) سيمه کې پر ځمکلاندې بم وربرابر شو.

نوموړي زياته کړه چې د چاودنې په نتيجه کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ېوبل شوي دي چې سمدلاسه د پوځيانو روغتون (سي اېم اېچ) ته رسول شوي دي.

تر اوسه چا د بريد مسوليت نه دی منلی.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان پوځ د مې پر ۲۸مه ادعا وکړه چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې يې د عملياتو پر مهال ۲۳ وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې وه چې د عملياتو پر مهال د پوځ د يو کېپټن په ګډون اووه سرتېري هم ووژل شول.

د هغو بريدونو په اړه وسلوالو ډلو هېڅ ډول غبرګون نه وو ښوولی او نه يې هم د پوځيانو د وژلو مسوليت منلی وو.

په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو، په ځانګړې توګه په جنوبي ضلعو او پخوانيو قبايلي سيمو کې د بدامني پېښې زياتې شوې دي، چې د زياترو مسوليت چا نه دی منلی.

د خيبر پښتونخوا د بدامنۍ خلاف مظاهرې، ولسي غونډې او جرګې هم کړې دي او له پوځ او حکومته يې د امنيت ټينګ ساتلو غږ کړی دی.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG