د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلينډ له پاکستانه د ۲۰ اووره سياليو لوبلړۍ وګټله


د مې پر ۳۰مه د انګلينډ لوبډله د پاکستان خلاف له لوبلړۍ ګټلو وروسته له جام سره ولاړه ده.
د مې پر ۳۰مه د انګلينډ لوبډله د پاکستان خلاف له لوبلړۍ ګټلو وروسته له جام سره ولاړه ده.

انګلينډ پاکستان ته د څلورو ۲۰ اووره سياليو په لوبلړۍ کې ماتې ورکړې ده.

د مې پر ۳۰مه د انګلينډ په اوول لوبغالي کې د لوبلړۍ وروستۍ سيالۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۵۷ منډې وکړې.

په ځواب د انګلستان لوبډلې ټاکلی هدف د درو لوبغاړو په زيان په ۱۶م اوور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

تر دې وړاندې هم د لوبلړۍ يوه سيالي انګلستان ګټلې وه او نورې دوې د باران له امله بې نتيجې پای ته رسېدلې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG