د لاسرسي ځای

تازه خبر

بابر اعظم: د انګلستان پر وړاندې د ماتې لامل خراب بیټېنګ وو


بابر اعظم د مې پر ۲۵مه د انګلینډ پر وړاندې توپوهنه کوي.
بابر اعظم د مې پر ۲۵مه د انګلینډ پر وړاندې توپوهنه کوي.

د پاکستان د کرکټ لوبډلمشر بابر اعظم له انګلستان (انګلینډ) څخه په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې د ماتې خوړلو لامل خراب بیټېنګ وښود.

نوموړي د مې پر ۲۵مه په برمېنګهم کې تر شوې سیالۍ وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې د ګټې لپاره باید بیټرانو (توپوهونکو) په مسوولیت لوبه کړې وای او ژر، ژر نه وای سوځېدلي.

په هغه سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) کوربه انګلینډ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې.

پاکستان یې په ځواب کې په ۲۰م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو (اوټ کېدو) ۱۶۰ منډې وکړای شوې او سیالي یې په ۲۳ منډو وبایلله.

تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمینځ د څلورو ۲۰ اووره سیالیو لومړۍ لوبه د باران له وجې لغوه شوې وه.

ټاکل شوې چې درېیمه سیالي د مې پر ۲۸مه په کارډېف کې وشي چې د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۰ نیمو او د کابل پر ۱۰ بجو پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG