د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د "غیر قانوني فصلونو" پر ځای د "قانوني فصلونو" کرلو پروژې پيل شوې دي


 پروژې د نړیوالو امدادي ادارو په مرسته پیل شوې دي ـ پخوانی انځور.
پروژې د نړیوالو امدادي ادارو په مرسته پیل شوې دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر کرنېزو چارو ادارې د هغې ضلعې په جګړه ځپلو سیمو کې د "غیر قانوني فصلونو" پر ځای د قانوني فصلونو د کرلو پروژې پیل کړې دي.

دغه پروژې د نړیوالو مرستندويه ادارو په مرسته پیل شوې دي.

د خیبر ضلعې د کرنې ادارې مرستیال مشر ضیاالاسلام، د مې پر ۳۰مه، مشال راډیو ته وویل چې په تیرا دره کې یې په لومړي ځل په غوزانو (چارمغز يا جوز) او ځنګلي زیتونو کې قلم کاري کړې ده او د مشرومونو (پوڅکيو، خرړي یا خړوب) له فصل څخه یې حاصلات اخیستي دي.

هغه وویل له لمر ګل یې د تېلو ایستلو او بازارونو ته پر رسولو هم کار پیل کړی دی. هغه وویل چې غواړي کاغذي غوزان ولګوي چې په دې سره ځنګلي غوزان په ښو غوزانو بدل شي.

نوموړي زياته کړه "په زیتونو کې هم قلم کاري روانه ده او په دې سره به د غوزانو او زیتونو پیداوار ۵۰ یا ۶۰ فیصده زیات شي."

په باړه او تیرا کې د اسلامک ریلیف مرستندويه ادارې په مرسته، ۴۰۰ اېکړه ځمکه هواره شوې او اوس کرکیله ورباندې کېږي.

ادارې هلته کروندګرو ته تخمونه ورکړي او په ځینو کلیو کې سبزۍ او ټماټر (روميان) هم کرل شوي دي. له لمر ګل فصل څخه حاصلات اخیستل شوي او یو ماشین یې لګولی چې د خوړو تېل ورڅخه باسي او په بازار کې یې خرڅوي.

د خیبر یو کروندګر په ونه کې قلم لګوي
د خیبر یو کروندګر په ونه کې قلم لګوي

ضیاالاسلام وویل چې په تیرا کې د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکایی ادارې (یو اېس اې ای ډي) او اسلامک ریلیف په مرسته ځمکې هوارېږي او ځایي کرنيزو تنظیمونو ته روزنیز درسونه ورکوي.

د باړې یو کروندګر ګل فراز اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې هلته يې اوس هم له نیمایي زیاتې ځمکې شاړې پرتې دي او پکار ده چې هوارې کړل شي. "د دې لپاره دې غټې مشینرۍ راوستل شي او د اوبه خور نظام، چې په تېره بدامنۍ کې زیانمن شوی، هغه دې بېرته ورغول شي. موږ هایبریډ تخمونه غواړو لکه د پیازو، اوږې او لمر ګل، نو دې سره به موږ بیا پر خپلو پښو ودرېږو."

د خیبر ضلعې د کرنې ادارې چارواکي وايي چې په باړه او تیرا کې خلک غیر قانوني فصلونه لکه کوکنار (افیم) او بنګ کري، او د دوی اداره هڅه کوي چې دا "غیر قانوني فصلونه" راکم او "قانوني فصلونه" زیات کړي.

XS
SM
MD
LG