د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نيويارک يو عدالت ډانلډ ټرمپ د ۳۴ جنايي تورونو په قضیو کې "پړ" بللی


د امريکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مې پر ۳۰مه له عدالتي پرېکړې وروسته خبريالانو ته مخامخ شو.
د امريکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مې پر ۳۰مه له عدالتي پرېکړې وروسته خبريالانو ته مخامخ شو.

د نیویارک ښار يوې عدالتي جرګګۍ د امريکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په "غیر قانوني ډول نفوذ کولو" او د "جعلي سوداګرۍ" تر څنګ په ۳۴ جنايي تورونو کې "پړ" پېژندلی دی.

د مې پر ۳۰مه د عدالتي جرګګۍ ۱۲ غړو له دوو ورځو بحثونو او ټولو شواهدو له ارزولو وروسته پرېکړه وکړه چې ټرمپ په دغو قضیو کې "پړ" دی.

ټرمپ د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ کلن تاریخ کې لومړی مخکينی يا برحاله ولسمشر دی چې په جنايي‌ قضیو کې پړ پېژندل کېږي.

د ټرمپ خلاف قضيه په اپرېل میاشت کې د قاضي هوان مرچن تر څارنې لاندې پیل شوې وه.

د امريکا يو عدالت ډانلډ ټرمپ د هغه خلاف ټولو قضيو کې پړ بللی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

د عدالتي جرګګۍ د غړو له دغې پرېکړې وروسته ډانلډ ټرمپ‌ له سزا سره هم مخامخ شوی، چې پرېکړه به يې د جولای پر ۱۱مه اورول کېږي.

د سوداګرۍ ریکارډونو کې د جعلسازۍ د جرم تر ټولو زياته سزا څلور کاله بند دی، خو دا د قاضي مرچن په واک کې ده چې هغه سزا په مشروطې رخصتۍ، ازموینې، یا د ټولنې د خدمت په سزا بدله کړي.

د ټرمپ مدافع وکیل ټاد بلانچ د دغې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه،‌ خو د نیویارک د عدالت قاضي‌ هوان مرچن سمدستي دا غوښتنه رد کړه.

ټرمپ له عدالته له وتلو وروسته پر هغه لګول شوي تورونه رد کړل او زياته يې کړه "‌موږ هېڅ هم نه دي کړي. زه ډېر معصوم یم."‌

نوموړي زیاته کړه "‌دا تقلبي او شرموونکې محکمه ده. اصلي پرېکړه به د نومبر پر پينځمه د خلکو له لوري وي."‌ د نوموړي اشاره په امريکا کې د روان کال د نومبر پر پينځمه د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته وه.

تمه کېږي چې ټرمپ به ژر په دې اړه د استیناف غوښتنه (اپيل) وکړي. ټاکل شوې چې هغه به بله اوونۍ د خپلو انتخاباتي مبارزو لپاره د پيسو ټولولو کېمپين او غونډې وکړي.

د سپینې ماڼۍ حقوقي مشاور ایان سامز د عدالتي پرېکړې له اعلان وروسته وویل، "‌موږ د قانون حاکمیت ته درناوی کوو او په دې اړه کوم بل غبرګون نه لرو."‌

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG