د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له ځان سره د ملي امنیت اړوندو اسنادو ساتلو په تړاو تورونه رد کړي دي


ټرمپ د جون پر ۱۳مه عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته وویل چې ورباندې د تورونو پورې کول د واک ناسم استعمال دی.
ټرمپ د جون پر ۱۳مه عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته وویل چې ورباندې د تورونو پورې کول د واک ناسم استعمال دی.

د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په غیر قانوني ډول له ځان سره د هېواد د ملي امنیت اړوندو اسنادو ساتلو په تړاو لګېدلي فېډرالي جنايي تورونه رد کړي دي.

پر نوموړي تور دی چې د دندې تر پای وروسته یې هم محرم اسناد له ځان سره ساتلي ول او چې کله یې چارواکو پوښتنه وکړه نو ده ورته درواغ وویل.

ټرمپ د جون پر ۱۳مه د فلورېډا په میامي کې د وفاقي عدالت قاضي جانتن ګوډمین ته په ورکړي ځواب کې پر ځان له لګېدلو رسمي تورونو انکار وکړ.

په دې لړ کې په داسې حال کې د راتلونکو یوشمېر میاشتو په موده کې د قانوني جنګ امکان دی چې ټرمپ د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې د ولسمشرۍ څوکۍ بیا ګټلو لپاره کیمپېن کوي.

د چارو پوهان وايي، د مقدمې پیلېدل ښايي یو کال یا تر دې زیات وخت واخلي.

ټرمپ عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د نیو جرسي ایالت په بېډمېنسټر کې خپلو پلویانو ته وویل چې ورباندې تورونه پورې کول د "واک د ناسمې کارونې" معنا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG