د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران سرحدي ځواکونو په بلوچستان کې ۴ پاکستاني وګړي وژلي دي


له پاکستانه يو ګاډی په سرحدي سيمه کې ايران ته روان دی - انځور له ارشیفه
له پاکستانه يو ګاډی په سرحدي سيمه کې ايران ته روان دی - انځور له ارشیفه

په بلوچستان کې چارواکي‌ وايي ايرانيوو ځواکونو د دې صوبې په واشوک کې څلور پاکستاني وګړي وژلي دي.

رويټرز خبري اژانس د اشوک ضلعې مرستيال کمیشنر نعميم عمراني له خولې ويلي چې د مې پر ۲۹مه شوې دې پېښې پلټنې کوي چې ايرانيانو ولې برید کړی دی. د هغه په وينا زخميان تر درملنې لاندې دي.

د عمراني مرستيال عمر جمالي بیا رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د ايران سرحدي ځواکونو په سرحدي سيمه کې پر يو ګاډي ډزې وکړې. د هغه په وينا د څلورو پاکستانيوو وګړيو پر وژل کېدو سربیره، ۲ زخميان شوي هم دي.

تر اوسه ايراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي. د پاکستان انګريزي ډان ورځپاڼې د يو ځايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی اخیستی، ويلي چې وژل شوي د تيلو په قاچاق کې ښکيل وو. خو د اختر په نامه يو زخمي تن ورځپاڼې ته ويلي چې دوی د ايران سره پر پوله د تيلو وررسېدو او اخیستو ته په تمه ناست وو چې ايرانيوو سرتيرو پرې ډزې وکړې.

دا لومړی ځل نه دی چې ايراني سرحدي ځواکونه له پاکستان سره په سرحدي سيمو کې دا قسم ډزې کوي. دوی پخوا دريځ ښوولی چې کوښښ‌ کوي د پاکستان او ایران ترمنځ د قاچاقبرو او ترهګرو ډلو مخه ونیسي. تر دې مخکې له سرحده اخوا د داسې حملو کولو د تهران او اسلام اباد اړيکې ترينګلې کړې وې.

د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ پر ۱۶مه ايران د بلوچستان په زرغون غره سیمه کې تر بمبارۍ وروسته ادعا وکړه چې هلته یې د جیش العدل په نامه هغې سني وسله والې ډلې مرکزونه په نښه کړې چې پر ايرانيوو ځواکونو بریدونه کوي. د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله.

پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت او د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر چې هغه مهال د خپل هېواد په سفر وو، دې اسلام اباد ته نه ستنېږي.

جیش العدل ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل. خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د بریدونو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه چې هغه وسله وال یې په نښه کړې چې د ايران له خاورې په پاکستان کې حملې کوي. خو ايرانيوو چارواکو وويل چې په دغه حمله کې د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون ۹ کسان ووژل شول.

د اړيکو بی عادي کولو لپاره د جنورۍ پر ۲۹مه، د ايران د هغه مهال د بهرنيوو چارو وزير امیر عبداللهیان اسلام اباد ته ورغی. نوموړي هلته له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره خبرې وکړې او بیا یې خبري غونډه کې ادعا وکړه چې "په سرحدي سيمو کې مېشت وسلوال د نورو هېوادونو په لمسون او ملاتړ فعاله دي." البته هغه په دې اړه د هېوادونو نوم وانخیست او نه يې هم شواهد وړاندې کړل.

XS
SM
MD
LG