د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې له وسلوالو سره په نښته کې یوشمېر سرتېري وژل شوي دي


ایراني سرتېري په اصفهان ولایت کې د تمرین پر مهال - پخوانی انځور.
ایراني سرتېري په اصفهان ولایت کې د تمرین پر مهال - پخوانی انځور.

د ایران په سیستان – بلوچستان ولایت کې د هغه هېواد د قانون پلي کوونکې ادارې پینځه سرتېري د جیش العدل ډلې له وسلوالو سره په نښته کې وژل شوي دي.

دولتي خبري اژانس اېرنا د اپرېل پر نهمه ویلي دي چې په پېښه کې نهه امنیتي سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک ته نېږدې تسنیم خبري اژانس د وژل شویو سرتېرو شمېر شپږ ښوولی دی.

اېرنا وايي، جیش العدل ډلې د برید او نښتې ذمه واري منلې ده. له هغې ډلې سره پر تړلي ټېلېګرام چینل په بیان کې راغلي دي چې وسلوالو یې په سیب او سوران سیمو کې د امنیتي سرتېرو پر ګاډو برید وکړ چې تر هغې وروسته نښته وشوه.

سیب او سوران سیمې د پاکستان له پولې سره نېږدې پرتې دي چې د وسلوالو د فعالیتونو او له پولې څخه یې د وراوښتو له کبله پکې ناامني زیاته ده.

په سیستان – بلوچستان ولایت کې په تېرو اوونیو کې پر پوځیانو او نورو امنیتي سرتېرو او د هغوی پر مرکزونو حملې زیاتې شوې دي.

تر دې مخکې د اپرېل پر درېیمه شپې مهال له پلازمېنې تهرانه شاوخوا ۱،۴۰۰ کېلومیټره لیرې جنوب ختیځ لوري ته په چابهار کې د انقلاب ساتونکي ځواک پر امنيتي پوسته او په راسک کې د ساحلي ساتونکو پر یوه مرکز د وسلوالو تر برید وروسته نښتې وشوې چې د ایرانیو چارواکو په وینا شاوخوا ۱۴ ساعته روانې وې.

ایراني چارواکي وايي چې په هغو نښتو کې ۱۸ مشکوک وسلوال او د امنیتي ځواکونو ۱۱ سرتېري وژل شوي ول.

اېرنا اژانس اژانس د هغو بریدونو پړه پر جیش العدل وسلوالې ډلې اچولې وه، چې ظاهراً د بلوڅو لږکيو د حقونو لپاره جنګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG