د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډیو مشر وايي د ګورجستان څانګه به يې خپلواکو خبرونه رسولو ته دوام ورکړي


په جېک جمهوریت کې د ازادي اروپا ودانۍ. پخوانی انځور
په جېک جمهوریت کې د ازادي اروپا ودانۍ. پخوانی انځور

د ازادې اروپا راډیو مشر وايي چې د دې راډیو د ګورجستان څانګه به د هغه هېواد د خلکو لپاره د خپلواکو خبرونو له رسولو څخه پر شا نه شي.

سټیفن کاپس دغه څرګندونې د مې پر ۲۸ وروسته له هغې وکړې چې د ګورجستان (جارجيا) پارلېمان د دغه هېواد د ولسمشر د ویټو په لغوه کولو سره د "بهرنیو اجنټانو" قانون منظور کړ.

سټیفن کاپس په یوه بیان کې وویل چې همدا لامل دی چې د ګورجستان په لسګونو زره وګړي د دغه قانون پر ضد د مظاهرو لپاره سړکونو ته راوتلي دي. هغه ویلي دغه خطرناک نوی قانون "د روسیې قانون" دی.

د نوموړي په وینا، د جورجیا د "بهرنیو اجنټانو" قانون د روسیې د قانون په شان دی او هدف یې د بیان ازادۍ مخنیوی، د ډیموکراتیکو ارزښتونو زیانمنول، او د استبدادي رژیم په لور تګ دی.

سټیفن کاپس دا هم وویل چې د ازادې اروپا راډیو به د پخوا په پرتله د خبرونو رسولو ته زیات دوام ورکړي ځکه د هغه په وینا ژورنالیزم جرم نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG