د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې "شپږ ميليونه ماشومان له لوږې سره مخامخ دي"


په پکتیکا کې ماشومان په اوبو پسې ځي - انځور له ارشیفه
په پکتیکا کې ماشومان په اوبو پسې ځي - انځور له ارشیفه

د ماشومانو د حقونو لپار کار کوونکې ادارې (Save the Children) ویلي، سږ کال په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه درې يې له لوږې او کړکېچونو سره مخامخ دي.

دې ادارې د مې پر ۲۷مه په يوه اعلامیه کې زياته کړې د دغو افغان ماشومانو شمېر شپږ نیم میلیونو ته رسېږي. د دې ادارې په خبره، د افغانستان ماشومان سېلابونو، اوږدمهاله وچکالیو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د ستنېدو له امله سخت اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو ترمخه، په افغانستان کې وروستيو سېلابونو لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژلي چې يوه زياته برخه يې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د مې پر۲۵ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې د افغانستان وروستيو سېلابونو زرګونه کسان بېکوره کړي چې ورڅخه ډېری يې لا هم لادرکه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG