د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په دويمه نيمه پايلوبه کې راجستان رايلز او سنرايزرز حيدراباد لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د چېنای په لوبغالي کې د مې ۲۴مه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
د دغې سيالۍ ګټونکې لوبډله به په پايلوبه کې له کلکته نايټ رايډرز سره مخامخېږي.
د هند غوره لیګ سیالۍ، چې ۱۰ لوبډلې برخه پکې اخلي، د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه په چېنای کې وشي.
چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.