د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر ضلعې ته د تعليمي کال پیلېدو شاوخوا ۴۰ ورځې وروسته نصابي کتابونه رسېدلي


 زده کوونکي وايي چې حکومت بايد د تعلیمي کال له پیلېدو سره سم دوی ته کتابونه ورکړي وای. پخوانی انځور
زده کوونکي وايي چې حکومت بايد د تعلیمي کال له پیلېدو سره سم دوی ته کتابونه ورکړي وای. پخوانی انځور

د خیبر ضلعې د تعليم اداره وايي چې د سرکاري سکولونو د زده کوونکو لپاره يې نصابي کتابونه ترلاسه کړي دي.

دا له هغې وروسته ده چې د استادانو ټولنې او زده کوونکو ويلي ول چې د تعليمي کال له پیلېدو شاوخوا يوې نيمې میاشت تېرېدو سربېره هم ښوونځيو ته نصابي کتابونه نه دې لېږدول شوي.

خو د خیبرد تعلیم ادارې یوه چارواکي مصري خان د مې پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د نصابي کتابونو بورډ ورته کتابونه ورکړي دي. هغه زیاته کړه چې زده کوونکو ته يې د کتابونو د ورکولو کار پیل کړی دی.

د سیمې اوسېدونکو د کتابونو د ور رسېدو هرکلی کړی خو وايي چې د زده کوونکو تعلیمي کال ۴۰ ورځې وړاندې پیل شوی وو او پکار وه چې هغه وخت ورته کتابونه ورکړل شوي وای.

د قبایلي سیمو د استادانو د ټولنې پخوانی مشر او د تعلیمي چارو پوه خان مالک مسید د مې پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې داسې ښکاري چې حکومت د دولتي ښوونځیو شاګردانو ته د کتابونو لېږدولو ته لومړیتوب نه ورکوي، که نه باید دا کار پخوا شوی وای.

خو د خیبر پښتونخوا د تعلیمي چارو وزیر فیصل خان ترکي د مې پر پینځمه مشال راډيو ته ويلي ول چې پخواني لنډمهاله حکومت پر وخت د کتابونو چاپولو لپاره پیسې نه وې ورکړې نو ځکه دا مشکل جوړ شو. "د نویو کتابونو چاپولو لپاره د پیسو اولنی قسط [د ۲۰۲۳ز کال] په سېپټېمبر میاشت کې ورکول په کار وو خو نګران حکومت دا کار و نه کړای شو. بیا په جنورۍ کې [له] نګران حکومته د دویم قسط ورکولو [نېټه] هم تېره شوه."

په خیبر ضلع کې د یوې اندازې مطابق ۶۶۱ تعلیمي ادارې فعاله دي چې تر ۲۰۰،۰۰۰ زیات زده کوونکي درسونه پکې وايي.

XS
SM
MD
LG