د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د وژل شوي ولسمشر، بهرنيوو چارو وزير او نورو جنازه وشوه


د جنازې
د جنازې

د ايران د ولسمشر ابراهيم رييسي او له هغه سره د نورو وژل شويو چارواکو د جنازې رسمي مراسم د مې پر ۲۲مه په سرښار تهران کې ترسره شوه.

د مې پر ۲۱مه هم د ايران په بېلا بېلو ښارونو کې د هغوی د جنازې مراسم شوې وو. په دې مراسمو کې په زرګونو خلکو برخه اخیستې وه.

د ايران ستر روحاني مشر ايت الله علي خامنه ای د جنازې لمونځ ورکړ. ايراني رسنيو ليکلي چې د رييسي مړی به د مې پر ۲۳مه، په مشهد کې د امام رضا په زيارت کې خاورو ته سپارل کېږي.

د رييسي وژنه

د مې پر ۱۹مه د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځينې نور چارواکي د هیليکاپټر (چورلکې) نسکورېدو په پېښه کې ووژل شول او د مې پر ۲۰مه د هغوی مړي وموندل شول.

د ایران سرکاري ټېلېويژن ويلي چې الوتکه د خرابې هوا له امله د ختيځ اذربایجان صوبې په جلفا سيمه کې نسکوره شوې وه. ختيځ اذربایجان د ايران له ۳۱ صوبو څخه يوه ده.

ایراني چارواکي وایي چې ولسمشر رییسي د مې پر ۱۹مه د قیز قلعه سي بند د پرانیستې لپاره هلته تللی وو او د اذربایجان له ولسمشر الهام عليېف سره يې د اوبو د هغه بند ګډه پرانیسته وکړه. له پرانيستې وروسته ولسمشر رييسي او عمله یې په څو هيليکاپټرونو کې تهران ته پر لاره ول، چې پېښه رامينځه ته شوه.

د ایران حکومت ویلي چې د رييسي چورلکه د درېیو چورلکو په کاروان کې شامله وه او هغه دوې نورې چورلکې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دي. تسنیم خبري اژانس د پېښې د ساحې درې بُعدي ویډیو هم خپره کړې چې له مخې یې چورلکه پر یوه غرنۍ سیمه، چې په ځنګلونو پوښلې ده، لوېدلې ده.

ملي وير

ایت الله علی خامنه يي د هغې پېښې په غبرګون کې د پينځو ورځو لپاره په ټول هېواد کې وير (ماتم) اعلان کړی دی.

ایرانیو چاروکو دا هم ویلي دي چې د رییسي د جنازې رسمي مراسم به د مې پر ۲۲مه په سرښار تهران کې ترسره شي. خو تر هغه وړاندې نن (د مې پر ۲۱مه) د ايران په ځينو ښارونو کې د جنازې لمونځونه شوي دي.

ایران د ابراهيم ريیسي او نورو وژل شویو چارواکیو د وژل کېدو په غم کې مالي ماتم اعلان کړی دی.
ایران د ابراهيم ريیسي او نورو وژل شویو چارواکیو د وژل کېدو په غم کې مالي ماتم اعلان کړی دی.

توندلاری سیاستوال ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷ز کال کې د حسن روحاني پر وړاندې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱ز کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د رییسي او د نورو چارواکو پر مړينه خپګان ښوولی دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د هغې پېښې په غبرګون کې د مې پر ۲۱مه د ملي وير لمانځلو اعلان کړی دی. نوموړي د مې پر ۲۰مه پر اېکس پاڼه د دې اعلان تر څنګ ويلي چې له ايرانیانو سره به په دې غم کې د پاکستان بیرغ نیمه ځوړند وي.

شهباز شریف د مې پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د ایران سفارت ته هم ولاړ او له ايراني سفير سره یې خپله خواخوږي شريکه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG