د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن رايل چيلنجرز بېنګلورو او چېنای سوپر کېنګز یو بل ته مخامخېږي


د مې پر ۱۷مه، لکنو سوپر جاينټس ممبۍ انډنيز ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.
د مې پر ۱۷مه، لکنو سوپر جاينټس ممبۍ انډنيز ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو اخري پړاو لوبې پيل شوي دي چې په کې رايل چيلنجرز بېنګلورو او چېنای سوپر کېنګز یو بل ته مخامخېږي.

د بېنګلورو په لوبغالي کې د مې ۱۸مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې پرون د مې پر ۱۷مه، لکنو سوپر جاينټس ممبۍ انډنيز ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

لکنو سوپر جاينټس په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۴ منډې جوړې کړې. په ځواب کې ممبۍ انډنيز د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

کلکته نایټ رایډرز، راجستان رایلز او سن رایزرز حیدراباد لا دمخه پلی اف ته لار موندلې ده، او څلورمه لوبډله به تر ننۍ مقابلې وروسته معلومه شي.

ټاکل شوې چې د مې پر ۱۹مه پنجاب کېنګز او سن رایزرز حيدراباد یو بل ته مخامخ شي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي. چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG