د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د ډرون برید ضد پرلت پای ته رسېدلی دی


د مې پر ۱۴مه پرلتوالو د وژل شویو کسانو مړی په لده کې د پوځي مرکز مخې ته ایښې ول.
د مې پر ۱۴مه پرلتوالو د وژل شویو کسانو مړی په لده کې د پوځي مرکز مخې ته ایښې ول.

د جنوبي وزیرستان په لده کې ځايي جرګې له چارواکو سره تر خبرو وروسته احتجاجي پرلت پای ته رسولی دی.

د تنګي بدینزي پرلت مشرانو د مې پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل چې د پوځ مشرانو په ډرون برید کې د بې ګناه کسانو د وژلو غلطي منلې ده نو ځکه یې احتجاج پای ته رسولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جرګې يو ګډونوال عالمزیب مسید مشال راډیو ته وویل چې له پولیسو او انتظامي چارواکو سره یې مذاکرات بریالي شوي دي.

نوموړي زياته کړه، حکومت ته یې څلور غوښتنې وړاندې کړې وې. "یو دا چې حکومت به دا مني چې په ډرون برید کې وژل شوي بې ګناه کسان ول. دویمه دا به تسلیموي چې ډرون برید دوی [پوځ) کړی دی. درېیمه دا چې دا به باوري کوي چې بیا به داسې بریدونه نه کېږي او څلورمه غوښتنه دا وه چې د پېښې په اړه به د ترهګرۍ د مخنیوی قانون لاندې مقدمه دایرېږي."

د مسيد په خبره، حکومت یې ټولې غوښتنې دي. د جرګې مشران وايي چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به ۲۵ لکه روپۍ ورکوي.

د مې پر ۱۴ مه سهار وختي د جنوبي وزیرستان د لدې تحصيل په تنګي بدينزي سيمه کې پر يو کور په ډرون برید کې د کور د مشر بنود خان په ګډون د هغه زوی، مېرمن او لور ووژل شوي ول.

تر پېښې وروسته د سیمې مشرانو او ځوانانو په لده کې د پوځ د مرکزي دفتر مخې ته پرلت وهلی وو او د څلورو وژل شويو کسانو مړي يې هم هلته اېښي ول. خو له حکومتي چارواکو سره تر مذاکراتو وروستو د وژل شویو جنازې شوي دي او پرلتوال خپلو کورونو ته تللي دي.

د پاکستان پوځ او امنیتي چارواکو لا په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG