د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې راجستان رايلز او پنجاب کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د ګواهاټي په لوبغالي کې د مې ۱۵مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې دلي کيپېټلز لوبډلې لکنو سوپر جاینټس ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه. په هغه لوبه کې دلي کيپېټلز لومړی توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په زيان ۲۰۸ منډې وکړې.
ابيشېک پورېل ۵۸، ټريسټن سټبز ۵۷، شې هوپ ۳۸ او ريشب پنت ۳۳ منډې وکړې.
د لکنو سوپر جاینټس نوين الحق دوه او ارشد خان او روي بيشنوی يو، يو لوبغاړي وسوځاوه.
په ځواب کې د لکنو سوپر جاینټس لوبډلې په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زيان ۱۸۹ منډې وکړې او لوبه يې بايله.
نيکولس پورن ۶۱ او ارشد خان ۵۸ منډې وکړې.
د دلي کيپېټلز ايشنت شرما د لکنو سوپر جاینټس درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
ټاکل شوې چې د مې پر ۱۶مه سنرايزرز حيدراباد او ګجرات ټايټنز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.
په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
دا سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.
په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، کلکته نایټ رایډرز پر لومړي، راجستان رایلز پر دویم، چېنای سوپر کېنګز پر درېیم او سنرايزرز حيدراباد لوبډله پر څلورم مقام ده. داراز، پینځم ځای دلي کیپېټلز او رایل چيلېنجرز بنګلور شپږم مقام ترلاسه کړی دی.