پاکستان ايرلينډ ته د کرکټ د درو ۲۰ اووره لوبو په وروستۍ سيالي کې په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ ګټلې ده.
د مې پر ۱۴مه د ايرلينډ په ډبلين ښار کې ايرلينډ لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اووه لوبغاړو په زيان ۱۷۸ منډې وکړې.
لورکېن ټکر ۷۳، اېنډي بلبيرني ۳۵ او هېري ټېکټر ۳۰ منډې وکړې.
د پاکستان شاهين شاه اپرېدي درې، عباس اپرېدي دوه او محمد عامر او عماد وسيم د ايرلينډ يو، يو لوبغاړي وسوځاوه.
په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په ۱۷ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په زيان ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.
بابر اعظم ۷۵ او محمد رضوان ۵۶ منډې وکړې.
د ايرلينډ مارک اډېر د پاکستان درې او کرېګ ينګ يو لوبغاړی وسوځاوه.
د پاکستان شاهين شاه اپرېدی د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د درو ۲۰ اووره سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ او دويمه لوبه پاکستان ګټلې وه.