د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې دلي کيپېټلز او لکنو سوپر جاینټس لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د دلي په لوبغالي کې د مې ۱۴مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې د ګجرات په نريندرا مودي لوبغالي کې د ګجرات ټايټنز او کلکته نايت رايډرز ترمينځ ټاکل شوې لوبه ونه شوه.
په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، کلکته نایټ رایډرز پر لومړي، راجستان رایلز پر دویم، چېنای سوپر کېنګز پر درېیم او سنرايزرز حيدراباد لوبډله پر څلورم مقام ده. داراز، پینځم ځای رایل چيلېنجرز بنګلور او دلي کیپېټلز شپږم مقام ترلاسه کړی دی.
د مې پر ۱۵مه راجستان رايلز او پنجاب کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.