د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، افغان زلزله ځپلیو ته یې تودې سرپناوې برابرې کړې دي


دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې " یو این ایچ سي ار"  د فبرورۍ پر پینځمه پر ټویټرپاڼه لیکلې ده.
دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې " یو این ایچ سي ار"  د فبرورۍ پر پینځمه پر ټویټرپاڼه لیکلې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د هغو په زرګونو کسانو لپاره ګرمې سرپناوې برابرې کړې دي چې کورونه یې د تېر کال په زلزله کې ویجاړ شوي ول.

دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې " یو این ایچ سي ار" د فبرورۍ پر پینځمه پر ټویټرپاڼه لیکلې ده.

خو یادې ادارې په دې اړه نور تفصیلات نه دي‌ ورکړي چې دوی زیانمن شویو کسانو ته څومره ګرمې سرپناوې برابرې کړي.

په بیان کې زیاته شوې چې د ژمي تر پیلېدو وړاندې یې د پکتيکا په ګیانې ولسوالۍ کې له ۷،۰۰۰ ډېرو کورنیو سره د نغدو پیسو او د کورنیو توکو مرستې کړې دي.

د سازمان په وینا، د قزاقستان له خوا د برابرې شوې دې مرستې هدف دا وو چې هره کورنۍ د ځان لپاره د سونګ موادو اخیستو وس او هم په ژمي کې د ځان تودولو لپاره وسایل ولري.

دې زلزلې د پکتیکا د ګیانې او برمل ولسوالیو او د خوست سپیرې ولسوالۍ خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG