د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو پر غزې تړانګې تازه بریدونه کړي دي


د مې پر ۱۲مه پر غزې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګي خېژي
د مې پر ۱۲مه پر غزې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګي خېژي

اسراییلو د مې پر ۱۲مه تر هغې وروسته پر غزې بریدونه کړي دي چې له رفح ښاره یې هم خلکو ته د وتلو امر وکړ.

د اسراییلو له امر سره لسګونه زره خلک نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي دي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د لویې ابادۍ لرونکي پر هغه وړوکي ښار د بشپړې حملې له وجې د لوی ناورین زېږېدو خطر دی.

د مې پر ۱۱مه اسراییلو هغه اعلان په داسې حال کې کړی دی چې غواړي د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر ضد عملیات پراخ کړي.

اسراييلو په عين وخت کې ويلي دي چې ځواکونه يې د غزې شمالي سيمې ته هم د ورتګ په حال کې دي او دعوه یې کړې چې هلته د حماس ډلې وسلوال ورغونډ شوي دي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي دي چې د مې پر ۱۲مه د غزې په مرکزي وړوکي ښار دیرالبلح کې دوه ډاکتران وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس خبریالان وايي چې له غزې ښار سره نېږدې سختي نښتې شوې دي او هلته اسراییلیو هېلېکاپټرو شدیدې ډزې کړې دي.

د مې پر ۱۱مه یوې فلسطیني کورنۍ کډه بار کړې ده.
د مې پر ۱۱مه یوې فلسطیني کورنۍ کډه بار کړې ده.

عیني شاهدانو ویلي دي چې اسراییلو د مې پر ۱۱مه مصر ته پر داخلېدونکې لارې بریدونه کړي دي.

د اژانس فرانس پرېس په انځورونو کې ښکاري چې له ښاره لوګي خېژي.

اسوشيېټېډ پريس اژانس وايي، د رفح په څنډو کې د اسراييلیو ځواکونو او فلسطينیو وسلوالو ترمینځ د درنو نښتو له کبله د مرستو د لېږد نيږدې مهمو لارو ته رسېدل ګران شوي دي او ترڅنګ يې تر ۱۱۰،۰۰۰ زيات خلک چې شمال ته کډو کولو ته اړ شوي دي.

اسراييلي ځواکونه لا هم په بشپړ ډول د رفح ښار په نیولو نه دي توانېدلي.

رفح له مصر سره پوله لري او د مرستو مرکزونو ته نېږدې پروت دی.

په هغه سیمه کې اوس مهال د غزې د نفوسو شاوخوا نیمايي یعنې څه باندې ۱۴ لکه خلکو پناه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG