په پاکستان کې د امریکا سفارت په خيبر پښتونخوا کې د سرحدي ځواک (اېف سي) او پوليسو په اداره کې د ښځو د ګومارنې لپاره د نويو بيرکونو (استوګنځايونو) پرانسته کړې ده.
په پیښور کې د امریکا د کونسلګرۍ لخوا د مې پر اوومه په خپور شوي بیان کې ويل شوي چې د امریکا په سفارت کې د مخدره موادو د قانون د تطبیق د چارو د نړیوالې ادارې په مالي مرسته دا استوګنځايونه په دې موخه جوړ کړل شوي دي چې په يادو امنيتي ادارو کې د ښځو ګورمانې ته لاره هواره شي.
په بیان کې راغلي چې د دې پروژې پرانسته په پاکستان کې د امریکا د سفارت مرستیال انډريو جې شوفر او په پیښور کې کونسل جنرل شانټ مور وکړه.
د بیان له مخې، دا پروژه د يو مېليون ډالرو په مالي مرسته په دوو کلونو کې سر ته رسېدلې ده.
بیان زیاتوي چې د ښځینه پولیسو لپاره بیرکونه جوړول په دې معنا دي چې د خيبر پښتونخوا پوليس او اېف سي ځواک به اوس هر کال د ۵۰۰ ښځینه پوليسو د ګومارنې او روزنې جوګه شي.
په پېښور کې د امريکا د کونسلګرۍ له خوا په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي دي چې د پولیسو د روزنې په اکاډمۍ کې د ښځو په دوه بیرکونو کې به ۱۲۸ ښځینه افسرانې ځای پر ځای شي، او دا ډول به يو بيرک د اېف سي ځواک او بل به د پولیس افسرانو لپاره کارول کېږي.
پر دې سربېره يو اډيټوريم يا تالار هم جوړ کړل شوی چيرې چې په يو وخت کې ۲۱۵ ښځينه افسرانې روزنه تر لاسه کولی شي.