د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن دلي کیپېټلز او راجستان رايلز له یو بل سره سیالي لري


د مې پر شپږمه ممبۍ انډيينز لوبډلې سنرايزرز حيدراباد ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه. انځور له ارشيفه
د مې پر شپږمه ممبۍ انډيينز لوبډلې سنرايزرز حيدراباد ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه. انځور له ارشيفه

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې دلي کیپېټلز او راجستان رايلز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د دلي په لوبغالي کې د مې اوومې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ممبۍ انډيينز لوبډلې سنرايزرز حيدراباد ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. په هغه لوبه کې سنرايزرز حيدراباد لومړی توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۷۳ منډې وکړې.

ټراويس هېډ ۴۸ او پېټ کمينز ۳۵ منډې وکړې.

د ممبۍ انډيينز هارديک پانډيا او پييش چاوله درې، درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د ممبۍ انډيينز لوبډلې د درو لوبغاړو په زيان په ۱۸م اوور کې هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د ممبۍ انډيينز سورياکمار يادو د لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه پر ۵۱ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

ټاکل شوې چې د مې پر اتمه سنرايزرز حيدراباد او لکنو سوپر جاينټس لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG