د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن پنجاب کېنګز او چېنای سوپر کېنګز له یو بل سره سیالي لري


د لکنو سوپر جاینټس ملاتړي د خپلې لوبډلې په ښه کارکردګۍ خوشالي کوي - د اپرېل ۳۰مې انځور.
د لکنو سوپر جاینټس ملاتړي د خپلې لوبډلې په ښه کارکردګۍ خوشالي کوي - د اپرېل ۳۰مې انځور.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې پنجاب کېنګز او چېنای سوپر کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د چېنای په لوبغالي کې د مې لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې لکنو سوپر جاینټس لوبډلې ممبۍ انډیینز ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

د لکنو په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ ممبۍ انډیینز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۴۴ منډې وکړې. نېهال ودېرا ۴۶، ټېم ډېوېډ ۳۵ او ایشان کېشن ۳۲ منډې وکړې. د لکنو محسن خان دوه، او نوین الحق او مارکوس سټاینس یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د لکنو لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. سټاینس ۶۲، کې اېل راهول ۲۸ او دیپک هودا ۱۸ منډې وکړې. د ممبۍ هاردېک پنډیا دوه او محمد نبي او جېرال کوټڅییه یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، راجستان رایلز پر لومړي، کلکته نایټ رایډرز پر دویم، لکنو سوپر جاینټس پر درېیم او چېنای سوپر کېنګز لوبډله پر څلور مقام ده. داراز، پینځم ځای سنرایزرز حیدراباد او دلي کیپېټلز شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د مې پر دویمه راجستان رایلز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG