د لاسرسي ځای

تازه خبر

حماس وايي په غزه کې د اوربند لپاره د اسراییلو د نوي وړاندیز جاج اخلي


د اپرېل پر ۲۷مه د غزې په مرکزي برخه کې د اسراییل تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګی پورته کېږي.
د اپرېل پر ۲۷مه د غزې په مرکزي برخه کې د اسراییل تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګی پورته کېږي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، وايي چې په غزې تړانګه کې د اوربند لپاره د اسراییلو د نوي وړاندیز جاج اخلي.

دا خبره د هغې ډلې یو چارواکي خلیل الحیه د اپرېل پر ۲۷مه اسوشیېټېډ پرېس اژانس ته کړې ده خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

الحیه یوازې دومره ویلي دي چې دا هغه وړاندیز ته د حماس غبرګون دی چې دوه اوونۍ مخکې ورسپارل شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې مصر د دې لپاره هڅې زیاتې کړې دي چې د حماس او اسراییلو ترمینځ له شاوخوا اووه میاشتو راهیسې د روانې جګړې درولو په موخه موافقې ته لاره پیدا کړي او په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د پلان شویو ځمکنیو عملیات مخه ونیسي.

روانه میاشت د ترسره شویو خبرو اترو زیات پام د یوې نیمې میاشتې د مودې لپاره د اوربند پر وړاندیز او د اسراییلو په زندانونو کې د سلګونه فلسطیني بندیانو د ازادولو په بدل کې د ۴۰ عامو او ناروغو یرغمل کسانو پرېښودو ته وو.

په غزه کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له اوومې راهیسې جګړه روانه ده. پر هغه ورځ حماس پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې تر ۳۴،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG