د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن سنرایزرز حیدراباد او رایل چیلېنجرز بنګلور له یو بل سره سیالي لري


د اپرېل پر ۲۴مه د ګجرات ټايټنز راهول تيواتيا د دلي کيپېټلز خلاف توپوهنه کوي.
د اپرېل پر ۲۴مه د ګجرات ټايټنز راهول تيواتيا د دلي کيپېټلز خلاف توپوهنه کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې سنرایزرز حیدراباد او رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د حيدراباد په راجيو ګاندي لوبغالي کې د اپرېل ۲۵مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې دلي کیپېټلز لوبډلې ګجرات ټایټنز ته په څلورو منډو ماتې ورکړه. د دلي په ارون جېټلي لوبغالي کې دلي کیپېټلز لومړی توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په زيان ۲۲۴ منډې وکړې.

په دلي کیپېټلز لوبډله کې رشاب پنت ۸۸ او اکسر پټېل ۶۶ منډې وکړې.

د ګجرات ټایټنز سنديپ واريير درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زيان ۲۲۰ منډې وکړې.

د دلي کیپېټلز رشاب پنت د لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه پر ۴۳ توپونو ۸۸ منډې وکړې او دوه توپونه (کېچونه) يې هم ونيول.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۲۶مه کلکته نايټ رايډرز او پنجاب کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG