د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې دلي کیپېټلز او ګجرات ټایټنز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د دلي په ارون جېټلي لوبغالي کې د اپرېل ۲۴مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې لکنو سوپر جاینټس لوبډلې چېنای سوپر کېنګز ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
د اپرېل پر ۲۳مه د چېنای په لوبغالي کې چېنای سوپر کېنکز لومړۍ توپوهنه (بيټېنګ) وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په زیان ۲۱۰ منډې وکړې. روتوراج ګایکواډ ۱۰۸ او شېوم دوبې ۶۶ منډې وکړې.
په ځواب کې لکنو سوپر جاینټس ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. مارکوس سټاینس ۱۲۳ او نېکولاس پوران ۳۴ منډې وکړې.
ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۲۵مه سنرایزرز حیدراباد او رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.
په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.