د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا راپور: په افغانستان کې بشري حقونه په پراخ کچ تر پښو لاندې شوي دي


د افغانستان په مزار شريف ښار کې ښځې د تعليم په ګډون د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان په مزار شريف ښار کې ښځې د تعليم په ګډون د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه

د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په افغانستان کې بشري حقونه په پراخ کچ تر پښو لاندې شوي دي.

د اپرېل پر ۲۲مه په خپور شوي دې رپورټ کې زیاته شوې ده چې د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په دوام سره د افغانانو خپلسرو نيولو، شکنجو، ځورونو، تښتولو، وژنو او ان جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د دې رپورټ د خپرېدو پر مهال وویل، طالبانو د خپلو فرمانونو له لارې افغان ښځې له ټولنیز ژونده ګوښه کړې دي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې طالبان د ښځو لپاره محدود کاري فرصتونه لري.

د ده په وینا، د نجونو لپاره د زدکړو مرکزونه تړل شوي او د "غیر اخلاقي چلند" په نوم د ښځو او نارینوو وهل ټکول زیات شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې رپورټ په غبرګون کې د هغوی تر کنټرول لاندې ملي ټېلېويژن ته په مرکه کې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

هغه ویلي، دا چې امریکا او یا بل کوم غربي هېواد د حقونو په اړه غږېږي، هغوی باید "غربي فرهنګ" پر نورو هېوادونو ونه تپي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG