د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا بې روزګاره ځوانانو د سرکاري نوکريو لپاره احتجاج کړی دی


د بې روزګاره ځوانانو د سازمان غړو د اپرېل پر ۲۲مه په پېښور کې احتجاجي مظاهره وکړه.
د بې روزګاره ځوانانو د سازمان غړو د اپرېل پر ۲۲مه په پېښور کې احتجاجي مظاهره وکړه.

د خيبر پښتونخوا لوستو ځوانانو د سرکاري نوکريو ترلاسه کولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

د صوبې بې روزګاره تعليميافته ځوانانو، چې تازه یې یو سازمان هم جوړ کړی دی، د اپرېل پر ۲۲مه په پېښور کې د احتجاج پر مهال د خيبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې پر سرکاري نوکريو لګېدلی بنديز دې ليرې کړي او هغوی ته دې د کار زمينه برابره کړي.

د هغوی وينا وه چې د روزګارونو ترلاسه کولو لپاره يې ازموينې ورکړې دي خو تر دې دمه ورته نوکرۍ نه دې ورکړل شوي.

محمد عادل چې د اېم فل تر کچې یې زدکړې کړي دي، د اپریل پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا د بجلۍ او معدنياتو پيدا کولو په حکومتي اداره کې يې د ملازمت ترلاسه کولو لپاره شوي امتحان کې بريالی شوی خو تر دې دمه لا حکومت مستقله نوکري نه ده ورکړې.

د پاکستان بېلابېلو برخو کې ګراني او بې روزګاري زیاته شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

د امداد الله په نوم د چترال ضلعې يو احتجاج کوونکي مشال راډیو ته وویل چې په ۲۰۲۱ز کال کې یې په صوبايي سېکرېټرېټ کې د سرکاري نوکرۍ لپاره ازموينه ورکړه خو پر برياليتوب سربېره ورته وویل شول چې انتظار دې وکړي.

هغه زياتوي، انتظار یې ډېر اوږد شو او څو کلونه همغسي ورباندې تېر شول. "موږ په تمه وو چې دا نوی حکومت به موږ ځوانانو ته نوکرۍ راکړي خو هغوی اوس د کفایت شعارۍ نعرې وهي او وايي چې په بچت یې لاس پورې کړی دی او چاته به نوکرۍ نه ورکوي. نو چې حکومت نوکري نه راکوي نو څوک به یې راکوي؟"

د بې روزګاره ځوانانو لپاره د ټاکل شوي سازمان مشر لال زمان د اپریل پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د پښتونخوا په بېلابېلو ادارو کې زرګونه څوکۍ خالي پرتې دي او که حکومت ځوانان ورباندې ونه ګومارل نو هغوی به له راتلونکې مې میاشتې په پېښور کې پراخې مظاهرې پيل کړي.

د خيبرپښتونخوا چارواکو د بې روزګاره ځوانانو د دې غوښتنو په اړه تازه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې ځینو صوبايي وزیرانو ويلي ول چې د پیسو د کمښت له وجې حکومت پر نویو نوکريو بنديز لګولی دی.

د بې روزګاره تعليميافته ځوانانو تنظيم وايي چې دا وخت په پاکستان کې په کروړونو ځوانان بې روزګاره دي.

XS
SM
MD
LG