د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ د انګرېزې زده کړې د پروګرام ۲۰مه کلیزه لمانځلې ده


کونسل جنرل شانتې مور د پروګرام د ۲۰مې کلیزې له کېک سره ولاړ دی - د اپرېل ۲۱مې انځور.
کونسل جنرل شانتې مور د پروګرام د ۲۰مې کلیزې له کېک سره ولاړ دی - د اپرېل ۲۱مې انځور.

په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ د انګریزۍ ژبې زده کړې لپاره د "انګلش ایکسېس" په نامه د وظیفو یا سکالرشېپ پروګرام ۲۰مه کلیزه لمانځلې ده.

کونسلګرۍ د اپرېل پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۱مه د پېښور په سرینا هوټل کې په شوې لمانځغونډه کې کونسل جنرل شانتې مور هم برخه اخیستې وه.

هغه غونډې ته وویل چې تعلیم د هرې ټولنې د پرمختګ اساس دی او د انګلش ایکسېس سکالرشېپ پروګرام له لارې زده کونکي "تعلیم او موقعې ترلاسه" کوي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت په مالي مرسته انګلش ایکسېس سکالرشېپ پروګرام په ۲۰۰۴ز کال کې پيل شوی وو چې پکې له ۱۳ کلونو څخه تر۲۰ کلونو پورې عمر لرونکي بې وزله زده کوونکي انګلېسي یا انګرېزي ژبه زده کوي او د رهبرۍ چارو روزنه ترلاسه کوي.

په بیان کې راغلي دي چې هغه پروګرام په ۲۰۰۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې هم پرانیستل شو او تر اوسه یې شاوخوا ۳،۰۰۰ زده کوونکي روزلي دي.

انګلش ایکسېس سکالرشېپ پروګرام دا مهال د پاکستان په ۲۴ ښارونو کې دی چې پکې د خیبر پښتونخوا صوابۍ، چارسده، ملاکنډ او مانسهره هم شامل دي.

بیان زیاتوي چې سږ کال په اوړي (دوبي) کې هغه پروګرام په نوښار کې هم پیلېږي او په پاکستان کې یې د امریکا سفارت په راتلونکې کې په مردان او پېښور کې هم د پیلولو پلان لري.

XS
SM
MD
LG