د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن راجستان رایلز او ممبۍ انډیینز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي


د ګجرات ټایټنز راهول تېواتیا د پنجاب کېنګز پر وړاندې د اپرېل ۲۱مې سیالۍ تر ګټلو وروسته شکر ادا کوي.
د ګجرات ټایټنز راهول تېواتیا د پنجاب کېنګز پر وړاندې د اپرېل ۲۱مې سیالۍ تر ګټلو وروسته شکر ادا کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې راجستان رایلز او ممبۍ انډیینز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د راجستان د جیپور په لوبغالي کې د اپرېل ۲۲مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې کلکته نایټ رایډرز او دویمه یې ګجرات ټایټنز وګټله.

د اپرېل پر ۲۱مه د کلکتې په عدن باغونو (ایډن ګارډنز) کې په لومړۍ سیالۍ کې کلکته نایټ رایډرز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې. په ځواب کې د رایل چیلنجرز بنګلور لوبډله په ۲۰ اوورونو کې په ۲۲۱ منډو وسوځېده.

په موهالي کې په دویمه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ (توپوهنه) پنجاب کېنګز وکړ او ټول لوبغاړي یې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې په ۱۴۲ منډو وسوځېدل. په ځواب کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د اووه لوبغاړو په زیان پوره کړ.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۲۳مه چېنای سوپر کېنګز او لکنو سوپر جاینټس لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG