د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا استازو جرګې له اوکراین سره مرستې منظورې کړې


د اوکراین ملاتړو د اپریل پر ۲۰مه، د مرستو تر منظورۍ وروسته په واشنګټن کې د امریکا او اوکراین بیرغونه پورته کړل.
د اوکراین ملاتړو د اپریل پر ۲۰مه، د مرستو تر منظورۍ وروسته په واشنګټن کې د امریکا او اوکراین بیرغونه پورته کړل.

د امریکا د استازو جرګې له اوکراين سره د ځنډ ښکار مالي مرستو پيکج منظوري ورکړې ده.

هغه مالي مرسته له یوې مودې راهیسې په کانګرس کې ځنډېدلې وه، خو د اپرېل پر ۲۰مه په ګډه دواړو ګوندونو منظور کړه.

دا مالي مرستي د اوکراين لپاره ډيري مهمې بلل کېږي. له دې پیسو به اوکراين ته د ۶۰،۸۴ اربه ډالرو مرستې ورکول کېږي.

د استازو په جرګه کې ډيموکرېټس او رېپبلکن ګوندونو د روسیې پر وړاندې له اوکراين سره مرستو ته په دوام ټينګار کړی دی.

په ايوان کې ۳۱۱ غړو د بيل په حق کې او ۱۱۲ په مخالفت کې رايې ورکړې. دا قانون به اوس سېنېټ ته ځي او تمه کېږي چې منظور شي او بيا به یې ولسمشر جو بايډن لاسليک کړي.

دا ۹۵،۳ اربه ډالرو په ارزښت مرستې د اوکراین، اسراییل او واشنګټن د نورو اتحادیانو لپاره د کڅوړې برخه ده.

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي ول، که اوکراین د امریکا پوځي مرسته ترلاسه نه کړي نو ځواکونه به یې پر شا لاړ شي.

امریکا له اوکراین سره د پوځي مرستو ژمنه کړې خو دا په کانګرس کې د سیاسي شخړو له امله تړل شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG