د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن چېنای سوپر کېنګز او لکنو سوپر جاينټس له یو بل سره سیالي لري


د اپرېل پر ۱۸مه د پنجاب کېنګز د لوبډلمشر سام کورېن تر سوځولو وروسته د ممبۍ انډيينز لوبغاړي خوشالي کوي.
د اپرېل پر ۱۸مه د پنجاب کېنګز د لوبډلمشر سام کورېن تر سوځولو وروسته د ممبۍ انډيينز لوبغاړي خوشالي کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې چېنای سوپر کېنګز او لکنو سوپر جاينټس لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د لکنو په لوبغالي کې د اپرېل ۱۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ممبۍ انډیینز پنجاب کېنګز ته په نهو منډو ماتې ورکړه.

د اپرېل پر ۱۸مه په موهالي کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ (توپوهنه) د ممبۍ لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې.

په ځواب کې د پنجاب کېنګز پینځه لوبغاړي ژر وسوځېدل خو وروسته یې چټکه لوبه وکړه او د بري هېله يې ځان ته پيدا کړه. په وروستيو کې د ۲۰م اوور په پیل کې د پنجاب ټول لوبغاړي پر ۱۸۳ منډو وسوځېدل.

د ممبۍ انډيينز توپ اچوونکی جسپريت بومراه د سیالۍ غوره لوبغاړی شو. هغه د پنجاب کېنګز درې لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۲۰مه دلي کیپېټلز او سنرايزرز حيدراباد لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG