د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: کلکته نایټ رایډرز لکنو سوپر جاینټس ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه


د کلکته نایټ رایډرز بیټران د اپرېل پر ۱۴مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته له میدانه وځي.
د کلکته نایټ رایډرز بیټران د اپرېل پر ۱۴مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته له میدانه وځي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لکنو سوپر جاینټس ته په اتو وېکټو ماتې ورکړې ده.

د کلکتې په عدن باغونو (ایډن ګارډنز) لوبغالي کې د اپرېل ۱۴مې لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر درو او د کابل پر دوه نیمو بجو پیل شوه چې پکې لومړی لکنو سوپر جاینټس وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۶۱ منډې وکړې.

په ځواب کې کلکته نایټ رایډرز ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د اپرېل پر ۱۴مه دویمه سیالي د ممبۍ په لوبغالي کې د چېنای سوپر کېنګز او ممبۍ انډیینز لوبډلو ترمینځ کېږي چې پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې راجستان رايلز لوبډلې پنجاب کېنګز ته په درو وېکټو ماتې ورکړه. په هغه لوبه کې لومړی بیټېنګ پنجاب کېنګز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۴۷ منډې وکړې. راجستان رایلز ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د اپرېل پر ۱۵مه رایل چیلېنجرز بنګلور او سنرایزرز حیدراباد یو بل ته مخامخېږي.

په ای پي اېل کې د شاملو ۱۰ لوبډلو ترمینځ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې وې او پایلوبه یې د مې میاشتې پر ۲۶مه تر سره کېږي.

د ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتلولي چېنای سوپر کېنګز ګټلې وه. هغې لوبډلې ګجرات ټایټنز ته په پینځو وکټو ماتې ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG