د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې پنجاب کېنګز او سنرايزرز حيدراباد یو بل ته مخامخېږي.
د ملنپور په لوبغالي کې د اپرېل نهمې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې چینای سوپر کېنګز کلکته نایټ رایډرز ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه. د چېنای په لوبغالي کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۳۷ منډې وکړې.
په ځواب کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې په ۱۸م اوور کې ټاکل شوی هدف د درو لوبغاړو په زيان پوره کړ او لوبه يې وګټله.
د چینای سوپر کېنګز توپ اچوونکی رويندرا جدېجا د لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه د کلکته نایټ رایډرز درې لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۱۰مه راجستان رایلز او ګجرات ټايټنز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.
په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.
چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.