د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو مرستې کمېټۍ د اسناد لرونکو افغانانو د نه ایستلو غوښتنه کړې ده


په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو کارډونه ګوري ـ پخوانی انځور.
په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو کارډونه ګوري ـ پخوانی انځور.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د مرستې کمېټۍ د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې اسناد لرونکي افغانان دې نه باسي.

د کمېټۍ غړو مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه یې د اپرېل پر څلورمه د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو او یوشمېر ادارو ته لیک استولی دی.

وکیله او د کډوالو د مرستې د کمېټۍ مخکښه غړې منیزه کاکړه وايي چې د اپرېل له نیمايي څخه د اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه غیر قانوني ده.

هغې وویل "په لیک کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې ده چې دا غیر قانوني پرېکړه چې شوې ده، دا دې ژر تر ژره واپس واخلي. [د پرېکړې له مخې حکومت] غواړي چې د اپرېل له ۱۵مې څخه به افغان کډوال په زور او په جبري توګه له پاکستان څخه [باسي.]"

د افغان کډوالو د مرستې کمېټۍ یوې بلې غړې طاهرې حسن مشال راډیو ته وویل چې پولیس په کراچۍ کې د افغانانو کورونو ته ورځي او هغوی ځوروي، خو پولیس دا تور ردوي.

د کراچۍ یو لوړپوړي پولیس افسر فرخ بګټي د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې پولیس د حکومت په وینا د افغان سېټېزن یا وګړیتوب کارډونو لرونکو په اړه معلومات غونډوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیند او پنجاب حکومتونو تېره میاشت ویلي ول چې پلان لري چې د اپرېل له نیمايي څخه له هېواده د افغان سېټېزن کارډونو لرونکو د ایستلو بهیر پیل کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د اپرېل پر څلورمه په یو بیان کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې سمدستي دې له دې پرېکړې په شا شي.

هغه سازمان وايي چې د اسلام اباد دا اقدام د ۸۰۰،۰۰۰ اسناد لرونکوافغان کډوالو ژوند په خطر کې اچوي.

په کراچۍ کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان قونسلګرۍ مشر سید عبدالجبار وايي چې په دې اړه د سیند حکومت له چارواکو سره خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او د ورستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد له پاکستانه غوښتي دي چې د کډوالو د ایستلو په اړه هر راز پرېکړه باید ورسره په تفاهم وکړي.

نوموړي د اپرېل پر څلورمه په کابل کې د پاکستان د سفارت له مرستیال شارژدافېیر یا ناظم الامور جنید وزیري سره ولیدل. وزارت په بیان کې ویلي دي چې راشد د پاکستان له سفارته ورغلي پلاوي ته وویل چې د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او باید په دې اړه پرېکړې هم د دواړو هېوادونو په تفاهم وشي او د یو مېکانېزم تر جوړېدو پورې باید کډوال و نه ځورول شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي په ۲۰۲۱ز کال کې مشال راډیو ته ویلي ول چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۱۴ لکه داسې افغان کډوال اوسي چې هغې ادارې رجسټر کړي او د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه لري.

اپرېدي ویلي ول چې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي ول.

په پاکستان کې د اسناد لرونکو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې تر هغې وروسته پیدا شوې دي چې د هغه هېواد پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستيو مياشتو کې شاوخوا پینځه لکه افغانان له پاکستانه په جبري ډول خپل هېواد ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG