د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو د غزې پر جنوبي برخه سخته بمباري کړې ده


فلسطینیان د مارچ ۲۶مې تر بمبارۍ وروسته ړنګې ودانۍ ګوري.
فلسطینیان د مارچ ۲۶مې تر بمبارۍ وروسته ړنګې ودانۍ ګوري.

اسراییلو پر دې سربېره د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال د غزې تړانګې پر جنوبي برخه سخته بمباري کړې چې په سیمه کې د سمدستي اوربند لپاره ورباندې نړیوال فشار دی.

محاصره شوې غزه چې سختو مرستو ته اړتیا لري، له قحطۍ سره مخامخ ده او امریکا ویلي دي چې اوسېدونکو ته یې د فضا له لارې مرستو ورغورځولو ته دوام ورکوي.

په غزه کې رفح یوازینی مرکزي وړوکی ښار دی چې لا ورباندې د اسراییلو ځمکنیو ځواکونو برید نه دی کړی.

هغه ښار ته شاوخوا ۱۵ لکه خلک کډه شوي دي او د اسراییلو د احتمالي ځمکني برید له خطر سره مخامخ دی دی. د همدې له وجې په رفح وړوکي ښار کې مېشت خلک د مصر پولې پر لوري روان دي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په عین حال کې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۲،۰۰۰ اوښتی دی چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG