د لاسرسي ځای

تازه خبر

نرښځیانو د خپل خوندیتوب او حقونو لپاره مظاهره کړې ده


نرښځیانو د خپل خوندیتوب او حقونو لپاره مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

په کراچۍ کې د نرښځیانو ټولنې د خپل خوندیتوب لپاره احتجاج کړی دی. د مارچ ۲۳مې د مظاهرې ګډونوالو له حکومته د هغوی د اساسي بشري حقونو د باوري کولو غوښتنه وکړه. دوی وویل چې څو کاله مخکې یې د خوندیتوب او حقونو قانون جوړ شوی وو چې حکومت وروسته د عدالت تر پرېکړې وروسته ختم کړ نو ځکه اوس له قانوني تحفظه بې برخې شوي دي او د کراچۍ په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې پر نرښځیانو بریدونه او تشدد کېږي. په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې د نرښځیو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شو چې پکې د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې نرښځیانو د خپل جنس ټاکلو حق ترلاسه کړ. په قانون کې نرښځيانو د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول ځینې نور بنیادي حقونه ترلاسه کړي ول. خو په ۲۰۲۳ز کال کې وفاقي شرعي عدالت د نرښځيانو لپاره په شناختي کارډونو کې په خپله خوښه د جنس ټاکلو اجازه ناقانونه کار وباله. تر هغې وروسته حکومت د قانون پر یوشمېر برخو عمل ودراوه. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG