د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان او پنجګور کې د وسلوالو د وژلو دعوې کړې


پوځ په بلوچستان او قبايلي سیمو کې په دې وروستيو کې عملیات ګړندي کړي دي. پخوانی انځور
پوځ په بلوچستان او قبايلي سیمو کې په دې وروستيو کې عملیات ګړندي کړي دي. پخوانی انځور

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په دوو بېلا بېلو عملیاتو کې يې په شمالي وزیرستان کې دوه او د بلوچستان په پنجګور ښار کې يې يو مشکوکه وسلوال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای اېس پي ار) په یو بیان کې ویلي چې د مارچ پر ۲۰مه سهار وختي يې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو خلاف عملیات وکړل چې پکې د بیان په دعوه دوه مشکوکه وسلوال ووژل شو.

تر دې وړاندې پوځ د مارچ پر ۱۸مه هم په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۸ وسله والو د وژلو دعوه کړې وه. پوځ ویلي وو چې له وسلوالو سره يې په نښته کې يې يو مهم کمانډر په ګډون اته وسلوال یې وژلي ول.

بلوچستان عملیات

هلته د پوځ د عامه اړيکو ادارې په دعوه د بلوچستان په پنجګور سيمه کې امنیتي ځواکونو د مارچ پر ۲۱مه سهار وختي د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي او يو مشکوکه وسلوال يې وژلی او دوه يې ټپيان کړي دي.

بیان دا نه دې ويلي چې په شمالي وزیرستان او پنجګور کې يې د کومو وسلوالو ډلو پرضد عملیلات کړي دي. خپلواکه سرچينو د پوځ د دعوو تصدیق نه دی کړی او نه هم وسلوالو ډلو په دې اړه لا څه ويلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG