اسلام اباد یونایټیډ لوبډله ملتان سلطانز ته په دوو وېکټو په ماتې ورکولو د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د نهم پړاو اتله شوه.
د مارچ پر ۱۸مه د کراچۍ په نېشنل سټېډيم کې د پایلوبې لومړی بیټېنګ ملتانز سلطانز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو پر سر ۱۵۹ منډې وکړې.
د ملتان سلطانزعثمان خان ۵۷، افتخار احمد ۳۲ او لوبډلمشر محمد رضوان ۲۶ منډې وکړې. د اسلام اباد له لوري عماد وسیم پينځه او شاداب خان درې وېکټونه واخیستل.
په ځواب کې د اسلام اباد يونايټېډ لوبډلې تر دلچسپې لوبې وروسته پر اخري توپ هدف پوره کړ. هغه وخت د اسلام اباد يونايټېډ اته لوبغاړي سوځېدلي ول. د هغوی له اړخه مارټن ګفټل ۵۰، اعظم خان ۳۰ او عماد وسیم ۱۹ مندې وکړې.
د ملتان سلطانز افتخار احمد او خوشدل شاه دوه دوه وېکټونه واخیستل.
د پايلوبې غوره لوبغاړی د اسلام اباد يونايټېډ عماد وسيم شو.
د پاکستان سپرلیګ د نهمې اتلولۍ لوبې د فبرورۍ پر ۱۷مه پیل شوې وې.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږو لوبډلو پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه واخیسته.
د پي اېس اېل د نهم پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې وشوې چې پکې یوشمېر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون وکړ.
د ۲۰۲۳ز کال د پي اېس اېل د اتم پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز وه چې په پايلوبه کې يې ملتانز سلطانز ته ماتې ورکړې وه.