ټاکل شوې چې د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د نهم پړاو سیالۍ د فبرورۍ پر ۱۷مه پیل شوې.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړۍ سیالي د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلو ترمینځ وه چې د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیل شوه.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.
لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.