د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېوۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو افسر وژل شوی دی


پولیس وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې د حملې ترشا محرکات څه وو؟
پولیس وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې د حملې ترشا محرکات څه وو؟

د بلوچستان په سيوۍ کې د ترهګرۍ مخنيوي څانګې ډي اېس پي خالد زمان مري په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د سيوۍ د پوليسو مشر اېس پي عنايت الله بنګلزي مشال رېډيو ته وويل چې د پولیسو دغه چارواکی د مارچ پر ۱۵مه د یو وسله وال تن لخوا په ډزو سخت ژوبل شو چې بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د سېوۍ پوليس وايي بريد کونکی چې د ډي اېس پي محافظ لخوا په ډزو ژوبل شوی وو، هم په موقع نيول شوی دی. نوموړی وايي تر اوسه معلومه نه ده چې د حملې ترشا محرکات څه وو؟ او نه هم کومې وسله والې ډلې تر دې دمه د بريد زمه واري منلې ده.

د بلوچستان په سېوۍ کې په تيرو وختونو کې د اکثرو بريدونو زمه واري بلوڅو وسله والو ډلو پر غاړه اخیستې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG