د بلوچستان په سرښار کوټه کې د ګیس سلېنډر چاودنې او د کور چت پرېوتو په پېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه ژوبل دي.
د مرستندويه چارو ادارې اېدي فاونډېشن چارواکو مشال راډيو ته وويل چې پېښه د مارچ پر ۱۳مه تر پېشلمې وړاندې پر اېیر پورټ سړک په اڅکزي کالونۍ کې شوې. دوی وايي چې مرګژوبله چاودنې او د هغې له وجې د چت پرېوتو اړولې ده.
دوی زیاتوي چې له وژل شویو څخه یې دوه ماشومان او یوه ښځه ده.
پولیس چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.
تر دې یوه ورځ وړاندې د پنجاب په ملتان کې د يوه درې پوړيزه کور د چت پرېوتو په پېښه کې نهه کسان وژل شوي ول. د چارواکو په وينا، هغه مرګژوبله هم د ګیس سلېنډر چاودېدو له وجې شوې وه.
په پاکستان کې تر دې مخکې هم دا ډول چاودنې شوي چې مرګژوبله یې اړولې وه. د روان کال د فبرورۍ پر۱۶مه، د پېښور په ګلبهار کې په یو کور کې دننه د ګیس سلېنډر په چاودنه کې درې کسان وژل شوي ول.