د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې ۲ پوليس سرتېري وژل شوي، ۱ ژوبل دی


په پېښور کې د پوليسو پر ګاډي له وسلوال بريد وروسته پوليس افسران د هغه کتنه کوي ـ انځور له ارشيفه
په پېښور کې د پوليسو پر ګاډي له وسلوال بريد وروسته پوليس افسران د هغه کتنه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پېښور په مېچني ګېټ سيمه کې د پوليسو پر ګاډي په وسلوال بريد کې دوه پوليس سرتېري وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

د پېښور پوليسو ډي اېس پي امتياز عالم مشال راډيو ته وويل چې پوليس سرتېرو نن سهار (د مارچ پر ۱۲مه) په خپل ګاډي کې د معمول ګزمه کوله چې له ډاګ لارې سره ناڅرګنده وسلوالو ډزې ورباندې وکړې چې په نتيجه کې يې دوه پوليس سرتېري ووژل شول او يو پوليس افسر ژوبل شو.

وسلوال د پېښې له ځايه تښتېدلې خو پوليسو يې پر ضد د لټون عمليات پيل کړي دي.

د هغې پېښې مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په ځينو نورو سيمو کې په دا وروستيو کې پر پوليسو بريدونه شوي او د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ولس يې پرضد احتجاجونه هم کړي دي. بلخوا حکومت او امنيتي ادارې وايي چې د امنيت ټينګولو لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG