د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت په نورنګ کې د ناامنۍ پرضد احتجاج شوی دی


د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په نورنګ کې ځايي ولس د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی.

د نومبر پر ۲۷مه د احتجاج تنظيموونکي کمېټۍ مشر ملک علي سرور خان مشال راډیو ته وویل چې د هغوی په سیمه کې غلاوې او له خلکو د موټر سایکل او موبایل اخیستل له پخوا روان ول، خو اوس هلته د خلکو وژنې پیل شوې دي.

هغه وویل، "تقريباً په دريو اوونیو کې پينځه مړي شوي دي، بالکل نامعلومو [کسانوکړي دي]. دا وسلوال هدفي بريدونه بولې يا يې جرمونه بولې، خو دا حالات روان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې د مخنيوي لپاره دوی د امن کمېټۍ جوړه کړې ده چې په هغه کې د ټولو ګوندونو سیاسي او قبایلي مشران شامل دي.

هغه وویل چې له ځايي انتظامیې سره یې خبرې شوې دي او هغوی د امن لپاره د لا سختو ګامونو اخیستلو ډاډ ورکړی دی.

د نورنګ مرستیال کمېشنر ګوهر علي مشال راډیو ته ويلي چې د مظاهرچیانو غوښتنې پر ځای دي او دوی یې د پوره کولو ژمنه کړې ده. نوموړي زياته کړه چې مظاهرچيانو له پوليسو سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج پای ته رسولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG