د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروتو کې په ټرافیکي پېښه کې ۴ تنه وژل شوي دي


په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښې کېږي چې مرګژوبله اړوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښې کېږي چې مرګژوبله اړوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې په ټرافیکي پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ زخمیان دي.

په لکي مروت کې د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) د مارچ پر ۱۰مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د وانډه میرعالم پر چشمه سړک هغه مهال وشوه چې د ټرېکټر برېکونو کار پرېښود او له سړکه ولوېد.

بیان وايي، په وژل شویو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دا چې ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي دي.

بیان زیاتوي چې د پېښې اکثره ښکار شوي په ټرېکټر پسې په تړلې ټرالۍ کې ناست ول.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت دا ډول حادثې کېږي. د مارچ پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې څلور کسان ووژل شول. تر هغې مخکې، د فبرورۍ پر ۱۸مه د مومندو په ساپیو کې د بس او موټر په ټکر کې پینځه تنه ووژل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG