د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د ولسمشر انتخاب: د رایو شمېرل دوام لري


محمود خان اڅکزی او اصف علي زرداري د مارچ نهمې نېټې په ولسمشریزو انتخاباتو کې مقابله کوي: انځورونه له ارشیفه
محمود خان اڅکزی او اصف علي زرداري د مارچ نهمې نېټې په ولسمشریزو انتخاباتو کې مقابله کوي: انځورونه له ارشیفه

د پاکستان په قامي اسمبلۍ ، سېنېټ او څلورو واړو صوبايي اسمبلیانو کې نن د مارچ پر نهمه د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې واچول شوې.

د رایو اچولو بهیر د مازیګر په څلورو بجو پای ته ورسېد او ورپسې سم د رایو د شمېرلو پروسه پیل شوه.

پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او نورو اتحادیانو پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري نوماند کړی دی. خو بل لوري ته د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل (شورا) د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی خپل نوماند ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د څلورو واړو صوبايي اسمبليانو، قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړي خپلې رايي کاروي.

د ولسمشر د انتخاب طریقه کار

د ولسمشرۍ د انتخاباتې قانون له مخې د څلورو صوبايي اسمبليانو لپاره ۶۵، ۶۵ ووټونه مختص کړل شوي دي خو د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړي به ټول شمېرل کېږي. دې ته اليکټورل کالج ويل کېږي چې د ټولو غړو شمېر يې ۶۹۶ جوړيږي.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پنجاب، سېند او خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ هم ۶۵، ۶۵ رایې حسابېږي ځکه چې د بلوچستان د صوبې سیټونه هم دومره دي.

د پاکستان سېنېټ، قامي اسمبلۍ او د څلورو صوبايي اسمبليانو يعنې خيبر پښتونخوا، پنجاب، سیند او بلوچستان د غړو شمېر ۱۱۸۵ دی. په دوی کې د سېنېټ د غړو شمېر ۱۰۰، د قامي اسمبلۍ د غړو شمېر ۳۳۶ او د څلورو صوبايي اسمبليانو د غړو شمېر ۷۴۹ دی.

د مارچ پر اتمه ولسمشرۍ ته نوماند محمود خان اڅکزي د پاکستان د انتخاباتو له کمېشن نه غوښتنه کړې وه چې دا پروسه دې وځنډول شي ځکه چې د هغه په وینا، د مخصوصو سیټونو برخلیک تر دې مهاله نه دی معلوم نو ځکه هغه دا غوښتنه کوي خو د هغه غوښتنه رد کړل شوې ده.

د ولسمشرۍ نوماندان

اصف علي زرداري

اصف علي زرداري د پاکستان د سېند صوبې سره تعلق لري. هغه د ۱۹۵۵ کال د جولای په ۲۶مه د سېند صوبې د یو لوی جاګیردار او قبایلي مشر حاکم علي زرداري کره نړۍ ته سترګې غړولې دي.

اصف علي زرداري په ۱۹۸۷ کال کې د پاکستان پيپلز ګوند له مشرې بې نظیر بوټو سره خپل ژوند شریک کړ او زیات شهرت یې له دې پلوه هم وګټلو.

بې نظير بوټو په ۱۹۸۸ کال کې د هغه وخت د پوځي واکمن جنرال ضياءالحق د الوتکې په غورځيدو کې وژل کيدو نه پس په پاکستان کې له ټاکنو وروسته د ملک لومړنۍ ښځينه صدراعظمه شوه.

نوموړی په ۱۹۹۳ز کال کې چې بې نظیر بوټو دوباره لومړۍ وزیره شوه، د فدرالي پانګونې وزیر او د پاکستان د چاپیریال ساتنې شورا رییس ټاکل شوی وو.

نوموړي ډېری کلونه په بیلابېلو قضیو کې په جېل کې هم تېر کړي دي خو ترڅنګ یې د ملک په مهمو څوکیو هم په کار پاتې شوی دی. نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان ولسمشر ټاکل شوی وو چې خپله موده یې پوره کړې وه.

اصف علي زرداري د پاکستان له هغو سیاست والو څخه ګڼل کېږي چې د نورو ګوندونو سره په ګډه د کار کولو لپاره د حالاتو د برابرولو ماهر ګڼل کېږي.

محمود خان اڅکزی

محمود خان اڅکزی د نوموتي پښتون ملتپال مبارز، سياستوال او ليکوال عبدالصمد خان اڅکزي زوی دی. نوموړی د ۱۹۴۷ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه د قلعه عبدالله ضلعې د ګلستان تحصیل په عنایت الله کارېز سيمه کې زېږېدلی دی.

محمود خان اڅکزي سیاسي‌ هلې ځلې د خپلو زدکړو پر مهال د پښتنو لوستونکو له سازمانه (پښتون سټوډنټس ارګنایزېشن) څخه پيل کړې چې بیا وروسته په پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن بدل شو.

د عبدالصمد خان اڅکزي تر وژل کېدو وروسته د هغه وخت پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ۲۵ کلن محمود خان اڅکزی د ګوند مشر وټاکه.

یاد ګوند بیا په ۱۹۸۹ز کې په پښتونخوا ملي عوامي ګوند ونومول شو او مشري یې محمود خان اڅکزي ته ورکړل شوه.

نوموړی په لومړي ځل په ۱۹۷۴ز کې له کلا عبدالله څخه د بلوچستان د صوبايي‌ اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو. تر هغې وروسته په ۱۹۹۰، ۱۹۹۳، ۲۰۰۲، ۲۰۱۳ او اوس په ۲۰۲۴ز کلونو کې هم د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG