د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن سني اتحاد کونسل ته د ځانګړو څوکیو ورکول رد کړي دي


د پاکستان په سرښار اسلا اباد کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن مرکزي دفتر ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان په سرښار اسلا اباد کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن مرکزي دفتر ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان انتخاباتي کمېشن سني اتحاد کونسل ته په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ځانګړو څوکیو له ورکولو انکار کړی دی.

د انتخاباتو کمېشن په دې اړه د مارچ پر څلورمه هغه پرېکړه اورولې ده چې د فبرورۍ پر ۲۸مه یې محفوظه کړې وه.

سني اتحاد کونسل له هغه وروسته په سیاسي او پارلېماني منظر کې لا را وړاندې شو چې د پاکستان انصاف هغو ټولو غړو پکې د ګډون اعلان وکړ چې د قانوني مجبوریو له کبله په خپلواکه توګه انتخاباتو ته درېدلي ول.

په سني‌ اتحاد کونسل کې تر ګډېدو وروسته هغوی د انتخاباتو کمېشن ته درخواست ورکړی وو چې د مېرمنو او لږکیو لپاره دې چوکۍ ورکړي چې د نېغ په نېغه ګټلو څوکیو پر سر د هغوی حق جوړېږي. خو د انتخاباتو کمېشن په دې اړه خپله پرېکړه خوندي کړې وه چې ایا دوی ته دا څوکۍ ورکړي او که نه؟

د انتخاباتو کمېشن چې د مارچ پر څلورمه سني اتحاد کونسل ته د یادو څوکیو نه ورکولو اعلان وکړ نو تحریک انصاف پر خپله رسمي ایکس پاڼه ولیکل چې "د انتخاباتو کمېشن د ولسي رایې احترام نه دی کړی."

د یاد ګوند پر اېکس پاڼه ورکړل شوی بیان زیاتوي چې د هغوی ځانګړې څوک‍ۍ نورو ګوندونو ته ورکول جمهوریت ته زیان رسوي.


د تحریک انصاف ګوند غړي‌ او په قامي اسمبلۍ کې په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي ساجد مومند مشال راډیو ته وویل چې د هغوی ګوند پرېکړه کړې ده چې د انتخاباتو کمېشن د پرېکړې پرضد به های کورټ او سپریم کورټ ته ځي.

نوموړي زياته کړه " دا خو چې اوس د سېنېنټ انتخابات را روان دي او د ولسمشر ټاکنه را روانه ده نو د دې لپاره زموږ د غړو د شمېر کمولو کار روان دی او پوره منصوبه بندي شوې ده."

د پاکستان تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ ۹۲، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ۹۱ او د پنجاب اسمبلۍ ۱۰۷ غړي په سني اتحاد کونسل کې شامل شوي دي.

د انتخاباتو کمېشمن پر ووبپاڼه په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د محمد اقبال حیدر، احمد رضا او د ځینو نورو په نومونو کسانو هغوی ته درخواست ورکړی وو چې سني اتحاد کونسل سیاسي پارلېماني ګوند نه دی نو ځکه دې ځانګړې څوکۍ نه ورکول کېږي.

خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر ووبپاڼه د هغه هېواد د سیاسي ګوندونو په اړه په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې د سیاسي ګوند په توګه ثبت شوی وو.

د انتخاباتو کمېشن پر ووبپاڼه د سیاسي ګوندونو د نوملړ پر ۱۰۳مه خانه کې د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده محمد حامد رضا دی او د ګوند مرکزي دفتر د پنجاب په فیصل اباد کې دی.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې د انتخاباتو کمېشن دا پرېکړه پر بې انصافۍ ولاړه بللې ده چې سني اتحاد کونسل ته دې ځانګړې څوکۍ نه ورکول کېږي.

په بیان کې زیاته شوې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېشن دا پرېکړه ځکه غندي او د بېرته اخیستو غوښتنه یې کوي چې دا له بنیادي بشري حقونو سرغړونه ده.

د انتخاباتو کمېشن په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د ترسره شویو عامو انتخاباتو لپاره سني اتحاد کونسل ته د ګوند په توګه د اس انتخابي نخښه ورکړې وه.

قانون پوه علي عظیم اپرېدی وايي، سني اتحاد کونسل په پاکستان کې له قانون سره سم ثبت شوی سیاسي ګوند دی او د هغه په وینا، د انتخاباتو کمېشن چې دې ګوند ته د ځانګړو څوکیو نه ورکولو پرېکړه څومره پېچي نو له دې به لا نورې قانوني ستونزې راولاړېږي.

د انتخاباتو کمېشن پر خپله ووبپاڼه په خپره کړې پرېکړه کې دا هم ویلي دي چې د دې پرېکړې کولو لپاره د پينځه کسیزې جرګګۍ څلورو غړو سني اتحاد کونسل ته د ځانګړو څوکیو نه ورکولو په حق کې او یوه یې پرضد رایه ورکړې ده.

کمېشن د خپلې پرېکړې یو دلیل دا هم ویلی چې سني‌ اتحاد کونسل تر انتخاباتو وړاندې هغوی ته د ځانګړو څوکیو لپاره نومونه نه ول ورکړي.

په پرېکړه کې زیاته شوې ده چې دا ځانګړې څوکۍ به اوس پر هغو ګوندونو وېشل کېږي چې د انتخاباتو کمېشن ته یې د ځانګړو څوکیو لپاره لېسټونه ورکړي ول.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او د لږکیو ځانګړې څوکۍ هر ګوند په مستقیمو انتخاباتو کې د ګټلو څوکیو په تناسب ترلاسه کوي.

د تحریک انصاف ګوند ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG