د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د فبرورۍ پر ۲۸مه يې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال شپږ مشکوکه وسلوال وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر ۲۸مه په یو بیان کې ويلي چې عملیات يې په سیمه کې د مشکوکو "ترهګرو" د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره په ډزو کې یو سرتېری هم ژوبل شوی دی.
بیان زیاتوي چې هغه مشکوک وسلوال په یولړ "ترهګرو فعالیتونو، هدفي وژنو، باج اخيستو او د ولسي وګړو په تښتولو کې ککړ ول."
خو پوځ نه د وژل شويو کسانو جسدونه رسنیو ته ښکاره کړي او نه يې هم د خپلو دعوو په اړه کوم ثبوت وړاندې کړی دی.
تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.