د غزې جنوبي سيمو کې عيني شاهدانو د فبرورۍ پر ۲۳مه وويل چې اسراييلي الوتکو په جنوبي سيمو کې کورونه په نښه کړي دي.
دا په داسي حال کې ده چې مرستندويه ډلو نااميدي د اوربند د هڅو باوجود زياته شوې ده.
د اسراييل استخباراتي ادارې موساد مشر ډیویډ برنیا په مشرۍ یو اسراییلي پلاوی پاریس ته رسیدلی دی. دوی به حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، سره په جګړه کې د اوربند په خبرو اترو کې د ځنډ ختمولو هڅه وکړي.
ټاکل شوې ده چې نن (د فبرورۍ پر ۲۴مه) او ۲۵مه په پاریس کې د امریکا، مصر او قطر چارواکو ترمینځ په غزه کې د اوربند به اړه خبرې اترې وشي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د موساد ادارې مشر تر سفر يو ورځ مخکې د غزې په جنوبي سيمه رفح کې نېږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې د اسراییل خوا او شا ۱،۲۰۰ وګړي ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شول.
اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۸،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.